مشرانو جرګې محمدحنیف اتمر د امینتي سندونو په هکله د وضاحت ورکولو لپاره ور بللی وو

د افغانستان مشرانو جرګې نن په یوه فوق العاده غونډه کې د جمهورریس د ملي امنیت سلاکارمحمدحنیف اتمرله امریکا او ناټو سره د امینتي سندونو په هکله د وضاحت ورکولو لپاره ور بللی وو.

محمد حنیف اتمر د مشرانو جرګې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې ده سناتورانو ته د دې سندونو د ګټو او څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي اتمرڅرګنده کړه چې له امریکا او ناټو سره د دې سندونوله مخې له ۲۰۱۴ میلادی کاله وروسته په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو قانوني حضور ته زمینه برابریږي.

د جمهور رییس د ملي امنیت سلاکارهیله وښوده چې مشرانوجرګه هم د ولسي جرګې په څیرله امریکا او ناټو سره امنیتي او دفاعي سندونه تایید کړي.

په دې هکله د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه همدا اوس هم روانه ده خو لانه ده معلومه شوې چې د دې سندونو په اړه به څنګه پریکړه کوي.