افغان ولسمشر: هیڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه وکړي

د افغانستان ولسمشر وايي چې هیڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې نیابتي جګړه وکړي.

ولسمشرغني دا څرګندونې پرون د سارک د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وروسته له دې وکړې چې د پاکستان پخواني ولسمشر پروېزمشرف اټکل وکړچې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هېواد کې د هند او پاکستان نیابتي جګړه تېزه شي.

ولسمشرغني وویل چې د ده په نظرد جنوبي اسیا هېوادونه باید له یوبل سره د جنګېدو پرځای له بېوزلۍ، بېسوادۍ، ناروغیو، سو تغذیې او بې روزګارۍ سره مبارزه وکړي.