د م.م د بشري مرستو د چارو مشره والري اموس خپله دنده پریږدي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د چارو مشره والري اموس خپله دنده پریږدي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بانکي مون پرته له دې چې د هغې د کارد خوشې کېدو مشخص علت بیان کړي، د غه اعلان وکړ.

شپیته کلنې اموس له ۲۰۱۰ کال راهیسې د ملګروملتونو د عمومي منشي د مرستیالې او د بشري فعالیتونو په برخه کې د بیړنو مرستو د تنظیم د چارو د مشرې په توګه دنده ترسره کړې او هغو خلکو ته یې چې طبعي پیښو او کړکېچونو ځپلي، د مرستو رسولو د هڅو مشري کړې ده.

نوموړې خپلو کارکونکو ته په یوه سرخلاصي لیک کې ویلي چې د دې اوسنۍ دنده له چلنجونو، غوښتنو ډکه او یوه ارزښتناکه دنده وه چې هیڅکله یې نه وه ترسره کړې.