امریکا: یوشمېراعتراض کوونکو د سینت لویس ښار د دولتي ودانۍ پر لوري مارش وکړ

د امریکا په میزوري ایالت کې د اعتراضونو په دوام یو شمېر اعتراض کوونکو دسینت لویس ښار د دولتي ودانۍ پر لوري مارش وکړ.

د دغې ودانۍ د ساتلو لپاره له څه باندې سل نور پولیس راغوښتل شوي او هغه یي د اعتراض کوونکو پرمخ بنده کړه.

دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شوې چې په فیرګیسن ښار کې د یوه پولیس له خوا په اګست میاشت کی د یوه تور پوستي د وژنې په قضیه کې محکمې تورن پولیس ته برات ورکړ.

د میزوري والي د اعتراض کوونکو د لوټ او تالان د مخنیوي لپاره څه باندې دوه زره او دوه سوه پوځیان ځای پرځای کړي دي.