ایا د افغانستان امریکايي پوهنتون یوازې د شتمنو لپاره دی؟

د افغانستان امریکايي پوهنتون څنګه یو پوهنتون دی؟ دا پوهنتون ریښتیا هم یوازې د شتمنو لپاره دی، که څنګه؟

د تاندې څانګې په سر کې د همدې پوهنتون په اړه غږیږو او د خپرونې بله موضوع مو د موبایل له لارې د ځینو ځورونو او کیسه برۍ په اړه ده.

د افغانستان امریکايي پوهنتون ته ځکه د افغانستان امریکايي پوهنتون وايي چې په بېلا بېلو اسلامي او غېراسلامي هېوادونو کې د دې پوهنتونونو لړۍ شته. دغه پوهنتون په افغانستان کې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د افغانستان د لوړو زده کړو د پخواني وزیر او د یاد پوهنتون د اوسني بنسټ اېښودونکي ډاکټرشریف فایض لخوا پرانيستل شو. د دغه پوهنتون د اړیکو مرستیال مشر او د سیاسي علومو پوهنځي استاد شمروز خان مسجدي مې وپوښت چې ولې د داسې یوه پوهنتون ضرورت احساس شو؟ د ده ځواب و چې افغانو ځوانانو ضرورت درلود چې په نړیوالو معیارونو یوه برابر پوهنتون کې زده کړې وکړي.

ما ویل ته راځه، د افغانستان امریکايي پوهنتون له څو محصلانو وپوښته چې ښوونيز نصاب یې څنګه دی؟ دولت بي بي علي یار د دغه پوهنتون یوه محصله ده، هغه وايي:

(زه د افغانستان امریکايي پوهنتون کې اداره او تجارت لولم. ډېر ښه او له نړېوالو معیارونو سره سم درسي نصاب لرو. د افغانستان په نورو خصوصي او دولتي پوهنتونو کې چې ډېر پخوانی درسي نصاب تدرسيږي، زموږ هغسې ندی. هر څه په اصطلاح اپډيټ یا د وخت له غوښتنې سره سم دي. د انټرنټ له لارې د ډېرو تازه کتابونو د مطالعې زمینه راته برابره ده. لنډه دا چې دغه پوهنتون له نړېوالو هغو معیارونو سره چې په اروپايي هېوادونو کې تطبیقيږي، سم روان دی)

د افغانستان امریکايي پوهنتون د لیسانس تر څنګه د ماسټرۍ په کچه هم محصلان روزي او یوه بله برخه یې هم د پراختیايي زده کړو یو انسټټيوټ دی، دا خبرې هم ښاغلی مسجدي کوي.

د دې پوهنتون محصلانو ما سره د خبرو پر مهال له لوړ فیسه ډیر شکایت کاوه او ویل یې چې ډېر په مشکله خپل فیس پرې کوي. یو محصل حميدایامي په دې اړه راته ویل:

(د دې پوهنتون د محصلانو یوازینی مشکل لوړ فیس دی. زه دلته پخپل شخصي مصرف درس وایم، لومړي کال چې زه راغلی وم کریډيټ په ۹ زره افغانۍ و، یو کتاب ۳ کریډيټه لري چې ۲۷ زره افغانۍ کېدې خو اوس دا مصرف درې چنده زیات شوی. دلته دوی هم مجبوره دي، ځکه چې بهرني استادان او امنيتي تدابیر ډېر نېول شوي نو ښايي دوی سره هم کومه لار نه وي، خو زما په نظر د حل لار یې دا ده چې ملي تجاران سره یو ځای شي، يوه ټولنه جوړه کړي او لایقه محصلانو ته زمینه برابره کړي چې دلته زده کړې وکړي او د هېواد په درد وخوري).

ما استاد مسجدي وپوښت چې ایا د افغانستان امریکايي پوهنتون یوازې د شتمنو لپاره دی؟ که د یوه غریب ځوان هغه د چا خبره له خولې اور هم وريږي خو چې فیس مو درنه کړای شي نو حق نه لري چې دلته زده کړې وکړي؟ نو ښاغلي مسجدي وویل چې نه، هيڅ کله داسې نده، دی وايي چې لایقه محصلانو ته په خاص ارزښت قایل دي او په فیس کې هم ځانګړی تخفیف ورکول کیږي.

د دوی تر منځ دولت بي بي علي یار هغه محصله وه چې د لوړ فیس په کیسه کې نه وه او په ډاډه زړه یې زده کړې کولې، هغې ته د کوم بنسټ لخوا یو بورس یا سکالرشېپ ورکړل شوی و:

(زه سکالر شېپ یاني تعلیمي بورس لرم. خو دا بورس ما ته د امریکا سفارت د هغو بورسونو لخوا ندی راکړل شوی چې افغانو نجونو ته ورکول کیږي بلکې ما ته دا د عبدالمجيد زابلي بنسټ لخوا راکړل شوی. هغوی د ۲ نجونو په ګدون ۱۸ کسانو ته د دې پوهنتون بورس اخیستی، یاني ټول مصارف یې د همدې بنسټ لخوا ورکول کیږي. داسې ځینې نور بنسټونه او ادارې هم شته چې زما په څېر بې وسه ځوانانو ته دلته د زده کړې زمینه برابروي).

کاش داسې تجاران ډېر شي چې د ډیرو بې وسه ځوانانو لاړې ورسره تېرې شي. ښه نو... د پېسو له موضوع هاخوا... یو ځوان د کومو پړاوونو له طې کولو وروسته د افغانستان امریکايي پوهنتون ته لار موندلی شي؟ د دې پوښتنې ځواب هم شمروز خان مسجدي راکړ، ویې ویل چې لومړۍ د انګلیسي ژبې د وړتیا ازموینه ده، بیا د (ټافل) امتحان ترې اخيستل کیږي، ورپسې له دې پړاوونو تېر شوي محصل سره یوه ځانګړې مرکه کیږي، تر هغې وروسته د ځانګړو مضامینو ازموینه ترې اخیستل کیږي او د محصل د بریالیتوب په صورت کې درس ورته پېلیږي.

د پېسو د پېدا کولو او د نېکمرغۍ لار یوازې او یوازې زده کړې دي. که غواړئ چې ځان له دنیا سره سیال کړئ نو زده کړې وکړئ. دا خبرې د افغانستان د امریکايي پوهنتون مشر ډاکټرشریف فایض ځوانانو ته د یوه پېغام په توګه وکړې:

(افغانو ځوانانو ته زما پېغام دا دی چې اوس د پېسو د پېدا کولو، د نېکمرغۍ او په ټولنه کې د ښه نوم او عزت د پېدا کولو یوازېنۍ لار علم، ساینس او ټیکنالوجي ده. که غواړئ چې هېواد مو هغسې پرمختګ وکړي لکه اروپايي هېوادونو چې کړی، زحمت وباسئ، تاسې هم تر هندي ځوانانو او د نورو پرمختللیو هېوادونو ځوانانو څخه کم نه يئ، عقل او ذکاوت مو که تر هغوی ډېرنه وي نو کم هم ندی. تاسې کولی شئ چې مخترعین واوسئ، د زده کړې دروازې مو پر مخ خلاصې دي. که غواړئ په دې نړۍ کې ژوند ته ادامه ورکړئ او افغانستان د پرمختګ په لور روان کړئ، بل څوک ندي، همدا تاسې ځوانان يئ).

د موبایل له لارې ځورونې او درغلۍ

د ښو زده کړو تر څنګ د ښه کسب او کار په مرسته هم په سمه لاره پېسې تر لاسه کولی او ژوند جوړولی شو، خو ځینې کسان له ناسمو لارو د پېسو د پېدا کولو لپاره لارې چارې ګوري، نور ځوروي او لکه د کیسه برانو په چل او ول ترې پېسې وهي.

د ټېکنالوجۍ له پرمختګ سره اوس د کیسه برۍ ډولونه هم هغه د چا خبره عصري شوي دي ...

په دې وروستیو کې چې ګڼ شمېرافغانانو موبایلونه پېدا کړل نو ځینو نورو ته په ازار ورکولو او د هغوی په تېرایستلو پېل وکړ. څو ځوانان مېرویس، قدیر او ځلاند خپلې او د نورو خاطرې راسره شریکوي چې پېسې ترې وهل شوي دي.

یو بل ځوان ذکریا امیدوايي چې زه یې پخپله څو ځلې تېرایستلی یم او پېسې یې رانه وهلي دي، په ده هغه د سپين سرو خبره چې ډېرې سړې تودې تېرې دي ځکه خو یوه ښه لارښوونه هم لري.

زکریا همدا راز وايي چې د ځینو شبکو لخوا د ځینو نجونو د موبایل شمېرې ورلېږل شوي دي او ډېر یې تاواني کړی دی.

د مخابراتو وزارت د اترا ریاست مرستیال خیرمحمد فیضي وايي چې ځوانان دې د چا په داسې خبرو نه تېروځي او باور دې نه پرې کوي، دی هغه خبره هم دروغ ګڼي او وايي چې ټولې مخابراتي شبکې مو له داسې کارونو منع کړي دي چې ځينو کسانو ته د نجونو شمېرې لېږل کیږي او پیسې یې وهل کیږي.

ښاغلی فیضي همدا راز وايي چې که څوک هم له داسې خبرو سره مخ کیږي نو د دې لپاره چې ځان مطمئن کړي د مخابراتو وزارت د مشتریانو د خدمتونو شمېرې ۹۹۹ سره دې اړیکه نیسي.

مننه له هغو ټولو ملګرو چې په فیس بک کې یې د تاندې څانګې پاڼه (لایک) یا خوښه کړې ده.

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي او تاسې یې د ازادي راډيو پر ویبپاڼه یې هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com

د دې بریښنالیک په مرسته راسره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریکولی شئ

ShafaqN@rferl.org