د افغان کابینې د نه جوړیدو علت څه دی؟

د افغانستان ولسي جرګه وایي، د ملي یووالي حکومت نور مشروعیت نه لري ځکه چې د کابیني په جوړولو کې پاتی راغلی دی.

په کابل کې د بریتانیا سفیر وایي، که د افغان حکومت کابینه د لندن تر کنفرانس پورې جوړه نه شي، ښایي د اشرف غني په مشرۍ حکومت هغسې چې لازمه ده له دغه کنفرانسه زیات څه لاس ته را نه وړي.

ولې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت مشران تر اوسه نه دي توانیدلي چې کابینه جوړه کړي او اساسي علت یې څه دی؟

دا پوښتنه نوریاس نوري د ډموکرات حقوق پوهانو د ټولنې له مشر کبیر رنجبر څخه د مرکې په پیل کې کړې ده. ښاغلي رنجبر یي په ځواب کې وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

له کبیر رنجبر سره مرکه