د امريکا پوځ وايي چې د روان نوومبر له څلرويشتمې را په دې خوا يي په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت د وسله والو سخت دريځو پر ضد ۱۷ هوايي بريدونه کړي دي.
د امريکا مرکزي قومندانۍ پرون وويل، په دغو حملو کې ۱۰ د سوريې د کوباني سرحدي ښارګي ته نژدې شوي چې کرد جنکيالي يې د دفاع لپاره د اسلامي دولت له سخت دريځو سره جنګېږي.
د امريکا مرکزي قومنداني همداراز وايي، د حملې څلور سيمې او د اسلامي دولت د جګړه مارو شپږ مورچلونه يې له منځه وړي دي.
امريکايي جنګي الوتکو د عراق کرکوک ته نژدې، د سنجر په شمال، د بيجي په لوېديځ او د انبار ولايت د رمادي په شمال لوېديځ کې هم يو شمېر هدفونه ويشتي دي.