د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې په ښوونځيو کې يې د کمپيوټري لابراتوارونو د جوړولو لړۍ پيل کړه.
دا لړۍ د چهارشنبې په ورځ د پوهنې او د معلوماتي تکنالوژۍ د وزيرانو له لوري د کابل په ميخانيکي لېسه کې پرانستل شوه.
د پوهنې د وزير فاروق وردک په وينا د پوهنې او مخابراتو وزارت دغه ګډه پروژه به هرکال ۲۰۰ ښوونځيو ته غځېږي.
د پوهنې وزارت وايي، په دې پروژه په شپږو ښوونيزو موسسو لکه د کابل ميخانيکي انستيتيوت، د ښوونکو د روزنې مسلکي انستيتيوت، د سيدجمال الدين افغان دارالمعلمين، د ټکنالوژۍ معلوماتي انستيتيوت او د نابينايانو او جمهوريت په مسلکي لېسو کې پلې شوې ده.
سربېره پردې دغه ښوونيز مرکزونه له نوري فايبرشبکې سره وصل او وړيا انټرنېټي خدمتونه هم لري.
د دې پروژې پر لومړۍ برخې ۳۳.۷ مليون افغانۍ لګښت راغلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د پراختيايي صندوق يا TDF له لوري ورکړل شوي دي.