په ملګروملتوکې د روسيې استازي د اوکرايين د روسيه پلوو بېلتون غوښتونکو له لوري د ملګروملتو د سوله ساتي ځواک پر غوښتنې شک څرګند کړ.
له ويتالي چورکين څخه وپوښتل شول چې د اوکرايين د بېلتون غوښتونکو د غوښتنې په اړه څه وايي، ده وويل:«فکر کوم چې دا احتمال نشته.»
د اوکرايين په ختيځ کې د روسيه پلوه بېلتون غوښتونکو مشرانو، چې ځان ته د دونيڅک د ولسي جمهوريت مشران وايي، د سې شنبې په ورځ د ملګروملتو د سوله ساتي ځواک، چې روسان هم پکې شامل دي، د مداخلې غوښتنه وکړه.
د اوکرايين حکومت وويل چې دا يوه پلمه ده چې روسي پوځيان وروبولي.
اوکرايين او لوېديځ مخکې ويلي چې روسي پوځيان د اوکرايين د ختيځ په شخړو کې ښکېل دي.