د ليتوانيا د بهرنيو چارو وزير وايي، د اوکرايين د شخړې د حل کيلي په مسکو کې ده

د ليتوانيا د بهرنيو چارو وزيرليناس لينکه فيچيوس (Linas Linkevicius) وايي، د اوکرايين د شخړې د حل کيلي په مسکو کې ده.

ده پرون ازادۍ راډيوته وويل:

«موږ له يوه بهرني يرغل سره مخامخ يوو ځکه چې موږ پوهېږو چې له بهره اوکرايين ته پوځيان، راکټونه او ټانکونه روان دي او دا ملاتړ په دولتي سطحه کېږي.»

ده همداراز وويل:

«موږ بايد د اوکرايين سياسي - اقتصادي او زما په باور پوځي ملاتړ وکړو، په تېره بيا د دې لپاره چې دا هيواد له بهرني يرغل سره مخامخ دي.»

اوکرايين د سږ کال د اپريل له مياشتې راهيسي له روسيه پلوو بېلتون غوښتونکو سره په جنګ دي. اوکرايين او لوېديځ پر روسيې تور پوري کوي چې د ياغيانو ملاتړ کوي.