م.م په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه

د ملګروملتونو سازمان له نړېوالې ټولنې څخه په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د څه باندې څلورسوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو د همږغۍ مسول مارک باوډن نن په یوې خبرې غونډه کې وویل چې، دا مرستې په افغانستان کې ۳،۸ میلیونه اړو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي همدا راز وویل چې، دغه مرستې په ځانګړي توګه د غذایې مصونیت، خوارځواکۍ سره د مبارزې، پاکو اوبو، کډوالو او بې ځایه شویو لپاره پلان شوي دي.