په افغانستان کې د بریټانيي سفیر یو شمېرهدفونو ته د رسیدو لپاره د لندن کنفرانس د افغانستان لپاره یوه ښه چانس وباله.
ریچارډ سټک نن په کابل کې د لندن د کنفرانس په اړه د مدني ټولنې د دریځ له ترلاسه کیدو وروسته ازادۍ راډیو ته وویل، نړېواله ټولنه او بریټانیا له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمنه ده:
″موږ فکر کوو چې دا یو چانس دی چې افغانستان په لندن کې د بحث وړ موضوع جوړوي څو وکولای شي له دې لارې هغو هدفونو ته ورنږدې شي کوم چې په تیرو لسو کلونو کې یې تمه کیدله خو تر لاسه نه شول.″
ښاغلي سټک زیاته کړه تردوه زه اوولسم کاله به افغانستان ته د بریټانيي ځانګړي شوی بودیجه په خپل حال وي او هڅه به وشي څو له افغان پوځ نه د ملاتړ له لارې افغانستان اقتصادي پرمختګ وکړي.