هانګاک: د ښار له یوې برخې څخه اعتراض کوونکي فعالان لیرې کړای شول

د هانګاک د شخړوضد پولیسو د ښارله یوې برخې څخه اعتراض کوونکې فعالان لري کړي او د محصلانو د ډموکراسۍ پلوې غورځنګ دوه تنه مشران، جاشوا وونګ او لیستر شووم یي نیولي دي.

د پولیسو او سلګونو اعتراض کوونکو ترمنځ هغه مهال نښتې وشوې چې پولیسو هڅه وکړه د تیرې شپې نښتو وروسته، اعتراض کوونکي له مونګ کوک ناحیې څخه وباسي.

اعتراض کوونکو له تیرسپتمبرمیاشتې راهیسي خیمې وهلې او د بریتانیا په دي پخوانۍ مستعمره کې د پراخې ډموکراسۍ غوښتنه کوي.

اعتراضونه هغه مهال پورته شول چې چېن د هانګ کانګ خلکو ته وړاندیز وکړ چې د ۲۰۱۷ م کال په انتخاباتو کې دي خپل مشر وټاکې، خو انتخاب یي محدود کړ.