د هند د صدراعظم نریندرا مودي په ګډون، سېمه ییز مشران د نیپال په مرکزکتماندو کې د جنوبي اسیا د همکارۍ سازمان مشریزې غونډې ته راټول شوي دي.
ټاکل شوې چې په غونډه کې د افغانستان، بنګله دیش، هند، مالدیفز، نیپال، پاکستان او سریلانکا مشران د انرژۍ د شراکت په اړه بحث وکړي.
دا مشران به په ګروپې ډول بحثونه وکړي او وروسته به د غونډې په څنګ کې دوه اړخیزې خبرې هم وکړي.
تمه ده چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د هند صدراعظم نریندرا مودې هم سره وګوري. ددي مشرانو کتنه تر اوسه په رسمې ډول نده اعلان شوې.