شینواری: پاکستان د سوداګرۍ په کمپیوټري سیسټم کې افغان سوداګرو ته هم ای ډي ګانې ورکړي

د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي چې پاکستان د خپلې سوداګرۍ په کمپیوټري سیسټم ( WeBOC)کې افغان سوداګرو ته هم ای ډي ګانې ورکړي دي.

د دې وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي، له دې سره به هغو افغان سوداګرو ته چې خپل مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته واردوي زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

په دې اړه له ښاغلي شینواري سره د ازادۍ راډيو خبریال رحمت الله افغان مرکه کړې او په سر کې یې ورنه پوښتلي چې وي باک څه ډول یو سیسټم دی؟

Your browser doesn’t support HTML5

له مزمل شینواري سره مرکه