اشرف غني احمدزی د سارک غونډې د جوړیدوځای ته ورسید

ولسمشراشرف غني احمدزی د سارک غونډې د جوړیدوځای ته ورسید.

د سارک د دې غونډې مشري د کوربه هېواد نیپال صدراعظم شوشیل کویرلا کوي.

په دې غونډه کې د سارک د غړو هېوادونوله مشرانو سربیره د دې سازمان د څارونکو غړو مشران هم خبرې کوي.

افغانستان، نیپال، بنګله دیش، سریلانکا، بوتان، پاکستان، هند او مالدیف د سارک سازمان اصلي غړي دي.

امریکا، استرالیا، چېن، ایران، جاپان، برما او اروپایي ټولنه د دې سازمان څارونکي دي، چې مشران یي دې غونډې ته را رسیدلي دي.

ولسمشراشرف غني به نن له غرمې وروسته د هند له صدراعظم نریندرا مودي او دغه راز د بنګله دیش او بوتان له صدراعظمانو سره هم بېلابېل ملاقاتونه ولري.