د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د سږکال په انتخاباتو کې یې لس زره شکایتونه څیړلي دي.
د دغه کمیسیون رییس عبدالستارسعادت د حقیقت څه دی په پروګرام کې وايي، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بایلونکې ته موقف ورکول ټولو ته دا وخت ورکړ چې د ناکامۍ په صورت کې هم د یو څه ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي.
دی وایي، که وخت ډېر وای دا ممکنه وه چې د ولایتي شوراګانو په اوسنیو استازیو کې هم بدلون راغلی وای خو ترډېره هڅه شوې چې د خلکو په رایو انتخاب شوي کسان دې شوراګانو ته لار پيدا کړي.
Your browser doesn’t support HTML5