راتکي: امریکا د افغانستان په نوي ماموریت کې د خپلو شریکانو د ژمنو په اړه څیړنه کوي

یوامریکایي چارواکي وایي چې امریکا له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان په نوي ماموریت کې د خپلو شریکانو د ژمنو په اړه څیړنه کوي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت یوه ویاند جیفري راتکې په دې اړه وویل:

″له انتخاباتو وروسته د افغانستان د نوي حکومت په جوړولو او له امریکا او ناټو سره د تړونونو په لاسلیک کیدو کې ځنډ د دې سبب شو چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ځواکونو د جوړښت او تنظیم چارې څو میاشتې شاتې وغورځیږي. خو متحده ایالات ډاډه دی چې د قاطع د ماموریت ځواکونه به چې شمیریې۹۸۰۰ تنه دي، د ۲۰۱۵ کال په لومړیوکې چمتو وي.″

له بلې خوا ځینې سرچینې وایي چې امریکا ښایي په نوي کال کې له هغه څه چې مخکې یې ژمنه کړې وه، زیات شمیرعسکر په افغانستان کې پریږدي.