افغان چارواکي وايي چې د تورې بحرې څخه د لاجورودو له لارې له اروپايي هیوادونو سره سوداګریزې او ټرانیټي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو د برخې مشر وحیدالله ویس د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې سره په ګډه غونډه کې وویل چې ترکمنستان، آذاربایجان، ګرجستان او ترکې چارواکو په دې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
ښاغلي ویس همدارنګه زیاته کړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د دې هیوادونو سره یوه تفاهم لیک هم لاسلیک کړي.