د مخدره موادو د قاچاق په تور د یوه ایراني په ګډون یوولس تنه نیول شوي

د افغانستان د مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي اداره وايي چې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال یې د مخدره موادو د قاچاق په تور د یو ایراني په ګډون یوولس تنه نیولي دي.

د دې ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان یې په تیره یوه اونی کې؛ په هرات، ننګرهار، لوګر او کابل ولایتونو کې نیولي دي.

اعلامیه زیاتوی چې له نیول شوو کسانو څخه یوه اندازه مخدره مواد او څلور عرادې بیلابیل وسایط نیولي دي.

اعلامیه کې ویل شوي چې له تورنو کسانو څخه تحقیقات روان دي.