د امریکا د میزورې ایالت په فیرګسین ښار کې بیا شخړې پیل شوې

د امریکا د میزورې ایالت په فیرګسین ښار کې وروسته له هغې شخړې بیا پیل شوې چې قضایي هیئت د یوه تورپوستي تنکي ځوان د وژنې په قضیه کې د پولیسو افسر محکوم نه کړ.

اعتراض کوونکو د پولیسو موټرو او یوې ودانې ته اور واچاوه؛ دکانونه او مغازې لوټ شوې او د سینټ لویس ناحیې په کوڅو کې ډزې اوریدل کیدلې.

پولیسو د زغره والو وسیلو له داخل څخه د اعتراض کوونکو د خورولو په مقصد له اوښکې بهوونکې غاز نه کار واخیست. د امریکا د هوایي چلند ادارې، فیرګیسن ښار ته د الوتکو الوتنې د موقت وخت لپاره بندې کړې دي.

د نیویارک او لاس انجلیس په ګډون؛ په نورو ښارونو کې هم د قضایي هیئت د پریکړې پر ضد مظاهرې شوي دي.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما په اعتراض کوونکو غږ کړی چې سوله ییز حرکت دې وکړي او پولیس باید له حوصلې کار واخلي.

د آګست په نهمه د پولیسو افسر ډارین ویلسن؛ تور پوستی ځوان مایکل براوون په ډزو وژلی و. ویلسن ویلي، براون پر ده باندې د حملې هڅه کړې وه؛ خو عیني شاهدان د پولیس دا ادعا غلطه بولي.