د ملګرو ملتونوهغه کارپوه چې د القاعده شبکې پرضد د بندیزونو څارنه کوي؛ وایي چې د اسلامي دولت ډلې په تیر یوه کال کې د یرغملو د خوشې کولو په بدل کې د ۳۵ او ۴۵ میلونو ډالرو ترمنځ پیسې تر لاسه کړي دي.
یوتسنا لالیجي د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شوری د ټروریزم ضد کمیټې غونډې ته وویل؛ ټروریستي ډلو ته د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ موده کې د یرغملو د خوشې کولو په بدل کې شاوخوا ۱۲۰ میلونه ډالر ورکړل شوي دي.
لالیجې وایي، القاعده شبکې او ملاتړو ډلو یې په دې وروستیو کلونو کې د خلکو تښتونه د پیسو د ترلاسه کولو اصلې منبع ګرځولې ده.
دې د القاعده شبکې د مشر ایمن الزواهري د ۲۰۱۲ م کال اکتوبر میاشتې خبرو ته اشاره وکړه چې خپل ملاتړې یې د لویدیځوالو تښتولو ته هڅولې وو.