بارک اوباما د دفاع وزیر چک هیګل استعفی تایید کړه

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د دې هېواد د دفاع وزیر چک هیګل استعفی تایید کړه.

جمهور رییس اوباما پرون په سپینې ماڼۍ کې وویل؛ هیګل خپله دنده پای ته رسولې او د ده لپاره دا مناسب وخت و چې خپل خدمت سرته ورسوي.

جمهور رییس اوباما زیاته کړه؛ ۶۸ کلن هیګل د امریکا د دفاع په وزیرانو کې یوه نمونه ده. ده وویل، د بل دفاع وزیر د ټاکل کیدو تر وخته به هیګل دندې ته دوام ورکړي.

هیګل چې په ویتنام کې جنګیدلی افسر او سناتور و؛ په خبرو کې یې وویل، د اوباما ادارې، دفاع وزارت او امریکا د ثبات او امنیت پر لور په یوې قوې لارې برابر کړې دي.

هیګل په داسې حال کې استغفی وکړه چې امریکایي سیاست والو په افغانستان کې د متحده ایالاتو په پوځي عملیاتو او دغه راز په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو پرهدفونو د عملیاتو په اړه انتقادونه زیات کړي دي.