د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ د ځان وژونکې حملې د قربانیانو د کورنیو له غړیو او خپلوانو سره په یحیی خیلو کې وکتل او هغوی ته یې ډاډګرینه ورکړه.
ښاغلي عبدالله دا یو وحشیانه عمل وباله او زیاته یي کړه چې دا د افغانستان له بې ګناه خلکو سره دښمني ده.
له دې مخکې، جمهور رییس اشرف غني او د هغه لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په کابل کې د هغو کوچنیانو پوښتنه کړې وه چې په دغې وحشیانه حمله کې ټپیان شوي او د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوي دي.
د افغانستان ملي امنیت وایي، دا خونړۍ حمله حقانې شبکې کړې وه.