په کابل کې د ازادي راډیو مشر او یوشمیر خبریالانو نن د پکتیکا د انتحاري حملې ټپیانو ته وینه ورکړه.
د ازادي راډیو له خبریالانو سربیره ګڼ شمیر نور افغانان هم په دې ورځ د سردار محمد خان روغتون ته راغلي وو؛ څو په خپلې وینې سره د پکتیکا ټپيان وژغوري.
د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ په خونړۍ حمله کې څه باندې پنځوس کسان ووژل شول او له شپیتو زیات نور ټپيان شول.
دا حمله له افغان چارواکو سربیره د بیلابیلو بهرنیو ډیپلوماټیکو ادارو او هېوادونو له شدیدو عکس العملونو سره مخ شوې ده.
تراوسه د دې حملې مسولیت چا نه دی منلی؛ خو د ملي امنیت ریاست وایي چې د حقاني شبکې له خوا ترسره شوې ده.