د کابل امنیتي چارواکي وایي، چې د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې د ماین د چاودنې له امله یو ملکی کس ټپی شوی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادۍ راډیوته وویل، چې د دې خښ شوي ماین هدف د بهرنیوځواکونو کاروان وو، خو په خبره یې هغوی ته زیان نه دی اوښتی.
تیره اونۍ هم د کابل د نهمې امنیتي حوزې په سیمه کې دوه بېلابېلې حملې وشوې، چې د دواړو هدف بهرني ځواکونه وو.
تر اوسه چا د دې حملې مسولیت نه دی اخستی.