عراقي ځواکونه له داعشه د شمال ختیځ دوه ښارونه بېرته نیولي

عراقي ځواکونه وايي، د اسلامي دولت ډلې له وسله والو څخه یې د پلازمېنې بغداد د شمال ختیځ دوه ښارونه بېرته نیولي دي.

د عراق د پوځ او کردي ځواکونو سرچینو ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش شاوخوا پنځوس وسله وال په هغو عملیاتو کې ووژل شول چې د عراق پوځ، شیعه دولتي ملېشو او کردي پېشمرګه ځواکونو له جوالهه Jawalhaاو سعدیهSaadiya ښارونو څخه د دې ډلې د وسله والو د اېستلو په مقصد ترسره کړل.

د پوځ او روغتونونو چارواکي وايي چې لږترلږه شل پېشمرګه او د شیعه ملېشو سرتېري هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.

دا راپورونه د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوي.

په همدې حال کې په مرکزي ښار رمادي او شاخوا سیمو کې یې د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

عراقي ځواکونو په دې وروستیو کې د امریکا د پوځ د هوايي حملو او د شیعه ملېشو او سني قبایلو په مرسته د داعش له وسله والو څخه چې د عراق د شمالي په سني مېشتو سیمو کې یې چټک پرمختګ وکړ، ګڼ شمېر ښارونه بېرته ونیول.