د افغانستان کرکټ بورډ د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د کرکټ د اکاډمۍ د پرانیستو خبر ورکوي.
د کرکټ بورډ په یوه بیان کې وايي چې د سروبي د کرکټ اکاډمي د افغانستان د کرکټ بورډ په مالي لګښت رغول شوې ده.
په بیان کې همدا راز راغلي چې د کرکټ بورډ مشر نورمحمد مراد د سروبي د کرکټ د اکاډمۍ له پرانیستو وروسته پرون د لغمان ولایت د مرکزمهترلام په سراج بڼ کې د لغمان د کرکټ اکاډمۍ د رغونې د چارو د بنسټ ډبره کېښوده.