په فاریاب کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته کې د جندالله په نوم د وسله والو طالبانو د یو سیمه ییزقومندان په ګډون درې تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د والي ویاند سیدمسعود یعقوبي ازادۍ راډیوته وویل چې دا وسله وال نن سهار د خواجه سبز ولسوالۍ د صحرايي په سیمه کې وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې د وسله والو مخالفینو وژل شوی قومندان تازه دمه دغې ولسوالۍ ته د وسله والو فعالیتونو لپاره استول شوی وو.
د یوه بل خبرله مخې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ د نړېوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې شپږ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
په نورستان کې د۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې لوا ویاند هارون یوسفري ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا وسله وال نن سهار لس بجې د چنار خوړپه سیمه کې ووژل شول.
وسله والو طالبانو تردې مهاله د دې دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.