امریکا د سعودي یو وګړی د ګوانتانامو له زندانه خوشې کړی

د امریکا متحدوایالتونو د سعودي عربستان یو وګړی د ګوانتانامو له زندانه خوشې کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت پرون وویل، محمد زهراني سعودي عربستان ته استول شوی، چیرې چې به نوموړی یو بل زندان ته واستول شي.

زهراني دولس کلونه په ګوانتنامو زندان کې تیرکړل او تر وروستۍ څیړنې هم د امریکايي چارواکو له خوا یو داسې کس بلل شوی چې کولی شي د امریکا متحدو ایالتونو ته خطر پېښ کړي.

نوموړې اووم زنداني دی چې په تیرو دوو اونیو کې له ګوانتنامو زندانه خوشې کیږي.

د زهراني له خوشې کیدو وروسته دا مهال په ګوانتنامو زندان کې ۱۴۲ بندیان پاتې دي.