ولسمشرغني: د سولې د ټينګښت لپاره یوې منسجمې ملي نقشې ته اړتیا لرو

افغان ولسمشراشرف غني وايي، موږپه افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره یوې منسجمې ملي نقشې ته اړتیا لرو.

نوموړي دا خبره پرون په ارګ کې د یو شمېرجهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره په مشورتي غونډه کې کړې ده.

له ارګه یوه خپره شوې خبر پاڼه د ولسمشراشرف غني له خولې وايي چې سوله د افغانستان د خلکو ترټولو مهمه اړتیا ده او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره به د ټولو په مشوره یوه منسجمه نقشه جوړوي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نورجزییات نه دي ورکړل شوي خو زیاتوي چې ولسمشرپه دې غونډه کې جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونه ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشرغني واک ته تر رسیدو وروسته په تیرو څو اونیو کې سعودي عربستان، چین او پاکستان ته سفرونه کړي چې د افغانستان د سولې د بهیرپه اړه خبرې اترې د دې ټولو سفرونو په اجڼدا کې شاملې وې.

ولسمشرغني د سولې په اړه د یوې منسجمې نقشې یادونه په داسې حال کې کوي چې دا مهال یو شمېرافغانان په دې برخه کې د سولې د عالي شورا له ورو پرمختګ نا خوښه دي.