ولسي جرګه: ولسمشر دې د لندن تر کنفرانس مخکې د امنیتي چارو وزیران رامعرفي کړي

د افغانستان ولسي جرګې له جمهور رییس وغوښتل چې د لندن تر کنفرانس مخکې لږ تر لږه د امنیتي چارو وزیران دوی ته معرفي کړي.

د دې جرګې لومړي مرستیال صدیق احمد عثماني وویل چې د کابینې په معرفي کې ځنډ د ناامنیو یو اساسي لامل دی:

"د امنیتي برخې وزیران چې د لندن کنفرانس هم نږدې دی او د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس هم په بروکسل کې ترسره کیږي؛ د همدې برخو وزیران که ولسي جرګې ته د رایې اخیستو لپاره معرفي کړي؛ ډېره به ښه وي."

په دې غونډه کې وکیلانو وویل، د لندن په کنفرانس کې چې راتلونکې میاشت جوړیږي د نویو وزیرانو ګډون ډېر مهم دی او باید چې ولسمشر په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د جمهوري ریاست چارواکو بیا ویلي چې ډېر ژر به یوه ښه کابینه د رایې د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.