سعادت: ځینې کړۍ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په کارونو کې د مداخلې هڅه کوي

د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسمشر د دفتر له خوا د ولایتي شوراګانو د معترضو کاندیدانو د شکایتونو د بررسۍ لپاره لویې څارنوالۍ ته د مکتوب لیږل غیرقانوني کار بولي.

د دغه کمیسیون رییس عبدالستار سعادت نن خبریالانو ته وویل؛ دا لیک د ولسمشر له خوا لویې څارنوالۍ ته نه دی لیږل شوی؛ بلکې ځینې کړیو هڅه کړې چې د دغه کمیسیون په کارونو کې مداخله وکړي:

"هغه څه چې د ولسمشر د دفتر د رییس له ادرسه شوي مطلق غیرقانوني کار و. حد اقل یو حقوقي مشاور یې باید لرلی چې مشوره یې ورکړې وای."

ښاغلي سعادت همداراز وویل؛ لویه څارنوالي باید ژر تر ژره هغه کميټه منحل کړي چې د ولایتي شوراګانو د معترضو کاندیدانو شکایتونه څیړي.

دوه ورځې دمخه په جمهوري ریاست کې چارواکو وویل چې د ولایتي شوراګانو د معترضه کاندیدانو د شکایتونو څیړلو لپاره یې لویې څارنوالۍ ته مکتوب لیږلی دی.