تخار: د دوو ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوي امنیه قومندانان ونیول شو

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي؛ د دوو ولسوالیو لپاره د طالبانو نومول شوي امنیه قومندانان نیول شوي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور ازادي راډيو ته وویل؛ د ینګي قعلې او فرخار لپاره د طالبانو نومول شوي امنیه قومندانان محمدعیسی او محمد توره پرون شپه د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.

د تیمور په خبره د ینګي قعلې لپاره د طالبانو نومول شوي امنیه قومندان غوښتل؛ په ولسي جرګې د خلکو استازی قاضي کبیر ترور کړي.

تیمور زیاتوي له محمدتوره نه هم یوه اندازه جنګي مهمات نیول شوي دي.