ایران د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي. دا خبره په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي وکړه.
فارس خبري آژانس د غلام حسین دهقاني له خولې لیکلي؛ ایران د یوه باثباته او پرمخ تللي افغانستان ملاتړ کوي. دهقاني پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د افغانستان په ټولو سیاسي ډلو غږ وکړ چې خپل هیواد باید د یوې ښې راتلونکې پر لور برابر کړي.
فارس آژانس وایي، په ملګرو ملتو کې د ایران دایمي استازي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور د ایران ځمکنې تمایمت ته ګواښ دی.
دهقاني دغه راز په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړېدل وستایل او له ټولو سیاسي ډلو یې وغوښتل چې په ګډه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.