په بادغیس کې وسله والو د هغو شپږ ښوونکو له ډلې دوه خوشې کړي، چې دوه ورځې وړاندې یې تښتولي وو.
د بادغیس د ولایتي شورا مشربهاوالدین خالص وایي، چې دغه ښوونکي ناپیژنده وسله والو د حبیب الله په نوم ښونځي نه تښتولي وو.
په خلاصو شوو کسانو کې یو یې د دې ښوونځي سرپرست او بل ښوونکی دی.
نوموړي زیاته کړه، یاد شوي کسان د سیمې د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې او د پاتې څلورتنو نورو د خلاصون لپاره هم هڅې روانې دي.