کندهار: یوه افغان پولیس تراوسه نږدې ۷ زره خښ شوي ماینونه را ایستلي

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ یو پولیس سراج الدین افغانمل وايي چې تر اوسه یې نږدې ۷ زره خښ شوي ماینونه را ایستلي او شنډ کړي یي دي.

افغان مل ازادۍ راډیوته وویل چې په دې برخه کې یې مسلکي زده کړې هم نه دي کړي خو د خپل ولس د ژغورلو په خاطر یې دغه له خطره ډک کار ته زړه ښه کړی دی.

ښاغلي افغان مل له حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې د نورو پولیسو د روزلو لپاره ورته امکانات برابر کړي.

د نوموړي په وینا یاد شوي ماینونه د تیروڅوکلونوپه موده کې د کندهار په میوند او ژړۍ ولسوالیو کې د وسله والو مخالفانو له خوا خښ شوي و، او ده شنډ کړي دي.