قاچاقي سفرونه له ژوند سره قمار وهل دي!

متل دی، وايي:

د کور ګټه، د لاهور ګټه

خو نه پوهیږم چې ولې ځینې د کور ګټه په لغته وهي او په بهرنیو خصوصاً په اروپايي هېوادونو کې پېسې ورته په ونو کې راشنې شوې ښکاري، چې بس دوی ورشي او راویې شکوي.

د کابل پوهنتون یوه محصله فریضه د یو داسې ځوان کیسه راته کوي چې پوهنتون یې د اروپايي هېوادونو لپاره پرېښود خو د ده انجام څه شو؟ فریضه وايي:

( هو له هر ټولګي څلور پنځه ځوانان په قاچاقي سفرونو بهر ته ځي، دوی له درسونو او راتلوونکي بېزاره دي، ملامت ندي،ګوري چې ډېر ځوانان له پوهنتونه فارغه شي خو کار روزګار نشي موندلی. له بده مرغه که دوی ژوندي ورسيږي نو په اسانۍ قبولي نه ورکول کیږي. څه موده مخکې زموږ د پوهنتون د ژورنالیزم د دویم کال یو محصل غوښتل یوه اروپايي هېواد ته لاړ شي خو په ترکیه کې په اوبه کې غرق شو او جنازه یې بېرته هېواد ته راوړل شوه).

ذبیح الله ځلاند، محمدعارف امرخېل، او ضیاالحق واحدي هم د ځينو هغو مسافرو ځوانانو کیسې کوي چې غوښتل یې اروپا ته لاړ شي، خو داسې لاړل چې بیا پخپلو پښو بېرته رانغلل:

ځلاند: د تره زوی مې چې اوس په اروپا کې دی، د خپل یوه ملګري کیسه کوي چې اروپا ته په قاچاقي لارو د تلو پر مهال په یوه ځنګل کې مار رانه وچیچه، موږ نه شوو ورته تم کېدای، د هماغه ځای خلکو ته مو وسپاره چې څه موده وروسته مړ شوی و او هماغلته خاورو ته وسپارل شو.

عارف امرخېل: زما یو ملګری اجمل استرالیا ته لاړ، په لاره کې یو ځای پولیس پرې راغلل، قاچاقبرانو کښتۍ پرېښودې چې لامله یې درې ښځې او یو سپين ږیری سړی په سمندر کې غرق شول او مړه شول.

واحدي: د پلار ملګری مې و، شاکر نومیده، ډېر تکړه خیاط و، وروڼو یې لندن ته تګ ته تشویق کړ چې کوم ځای یې په واورو کې پښې کنګل شوې او مړ شو.

د تاندې څانګې او پرخپله فیس بک پاڼه مې هم د دې موضوع په اړه د ملګرو نظرونه پوښتلي، دوی څه لیکلي؟ :

(وزیراحمد حریفال له جلال اباده لیکلي چې دوه کاله مخکې مې یو همصنفي د ۸ زره ډالرو په بدل یو چا یونان ته روان کړ خو تر اوسه یې کورنۍ ته د مړي او ژوندي درک نشته.

شاه رحمان شاهي د خپل ملګري په اړه لیکي چې ویل به یې په افغانستان کې کار نشته، لندن ته ځم. ځوانه جانه ناوې یې پرېښوده خو اوس یې مړی او ژوندی ندی مالوم. شاهي د خپل دفتر د اشپز د زوی کیسه هم لیکلې چې څه موده مخکې د لندن په تکل په لاره کې یخ وواژه.

خوشحال درانی لیکي چې یوازې نالوستي کسان بهرته د تګ زړه ښه کوي. دی وايي چې یو کلیوال یې له څلورو کلونو راهيسې جرمني ته تللی، ټنګه یې هم کور ته نده رالېږلې، د ګټې وټې یې هم څوک نشته، د مور او پلار یې سترګې پسې ووتې.

بلال شېرزاد له انګلستانه لیکلي چې ډېرې بدې خاطرې لرم، یوه یې هم دا چې له یونانه د ایتالیې په لاره مې ۳ شپې او ۳ ورځې نه څه خوړلي او نه څه څښلي.

رفیع الله لمر لیکلي چې یو ملګری یې روغ رمټ رسېدلی، دی لیکي چې که روغ ورسېږې نو د بهر ژوند خوند کوي.

نسيم شاه چې اوس په یوه اروپايي هېواد کې دی لیکي چې کله زه راتلم نو ۶ نجونې هم راسره وې، ایجنټانو یا قاچاقبرانو پرې جنسي تېری وکړ او هیچا یې هم مخه ونه نیولی شوه.

رضوان الله د یوه ملګري د خولې خبره لیکلې چې بهر ته په یوه قاچاقي سفر کې یې د یوه ملګري پښې له ډېره یخه کنګل شوې خو دوی ورسره مرسته ونه کړای شوه او هماغلته یې پرېښود چې تر ډېره یې چغې پسې وهلې.

جلال الدين جمکزی لیکي چې له خپلو دوو ملګرو سره به مې تل بحث کاوه، چې مه ځئ خو دوی به ویل چې په لندن کې مزې دي او له ژونده به خوند واخلو. اخر څه وشول چې یو په ایران او بل په یونان کې پولیسو ووژل.

خالد خادم د خپل یوه خپلوان کیسه لیکلې چې د کونړ ولایت و، له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره چې دوه نجونې او دوه هلکان وو، اروپا ته په قاچاقي سفر روان وو، کله چې له ترکیې یونان ته اوښتل نو کښتي یې په سمندر کې غرقه شوه، دا سړی پخپله ژوندی پاتې شو خو د مېرمنې او څلورو واړو اولادونه جسدونه یې تر څو ورځو په اوبو کې ورک وو).

وايي چا وسوې، ویل یې پخپله. چې څوک پخپله د ځان سوزولو تکل وکړي نو څوک به یې وژغوري؟

دوی په کومو لارو څنګه ځي؟ د دې پوښتنې ځواب هم بوګنوونکی دی. څوک په کانتینرو کې بندیان کیږي، څوک په هغه موټر کې چې د ۶ کسانو ځای لري ۲۰ پکې ځایول کیږي او څوک د اورګاډي لاندې ځانونه نښلوي. دغسې څه هم ځلاند وايي.

ولې یو څوک دومره مجبوره شي چې ځان ته مرګ وغواړي؟ یو ځوان حکيم تر دوبۍ پورې د خپل قاچاقي سفر کیسه راته کوي او وايي چې مرګ مې پخپلو سترګو لېدلی خو اوس مې دې په توبو توبه وي.

www.azadiradio.com

Tandy Sangy (Facebook)

وايي: زړې په څه هوښیاره یې؟ ویل یې راباندې تېرې دي.

تجربې ښې دي، سړی هوښیاروي. محمد داوود د خپلو اولادونو او بلال احمد د خپل د کاکا زوی کیسه کوي چې اروپا ته په قاچاقي یا غېرقانوني لاره تللي خو اوس پښېمانه دي.

متل دی، چې وروستیه عقله، کاش چې وړومبی وای، اوس اوبه له ورخه تېرې دي نو.

ښه، دغه ځوان محمد سميع هماغه خبره کوي چې:

د وطن خاوره مې خوراک وای

نه په پردي وطن کې غوښې پلاوونه. دی وايي په نورو وطنونو به د نورو خلکو ډول ډول خبرې وړې نو زه خو څه لېونی نه یم چې په قاچاقي لار به بهر ځم.

د چا چې یوه نیمه ګوله په دنیا پاتې وي، چې روغ ورسيږي هم نو په بهرنیو هېوادونو کې څه ډول کارونه ورپه غاړه وي؟ د دې پوښتنې ځواب حاجي نظرمحمد راغب راکړی، چې یو ګرځېدلی سړی دی، دی وايي تر ټولو درانه کارونه دوی کوي، د غلام په سترګه ورته کتل کیږي. خو دوی د دې لپاره چې مور او پلار ته ځان ښه ښکاره کړي په ښو ښو ځایونو کې عکسونه اخلي او کور ته یې رالېږي.

ريښتیا هم، کورنۍ به فکر کوي چې څنګه یې عکس په اصطلاح لوکس اخیستی، هماغسې به پاک سترا ګرځي... خو هغوی څه خبر... خېر..

ښاغلی راغب هغه کورنۍ هم ملامتې بولي چې له بهره راغلي ځوانان دومره نازوي چې نور ځوانان هم د بهرنیو هېوادونو تګ ته هوسيږي.

یو ځوان ضياءالحق واحدي که یو خوا له ځوانانو غواړي چې قاچاقي سفرونو ته دې زړه نه ښه کوي اوپه هغو پېسو دې ځان ته یو وړوکی کاروبار جوړ کړي، نو بلخوا له دولته هم غواړي چې ځوانانو ته دې ډېر پام وکړي، د کار او د ښې زده کړې زمینه دې ورته برابره کړي.

دوستانو! خپرونه به په دې پای ته ورسوو، اوریدلي مې دي چې د قاچاقي سفرونو د بېړېو یا کښتېو لاندینۍ هغه برخه چې په غیرقانوني لاره تلوونکي کسان پکې خوندي کیږي، د لویو ودانیو د لفټونو غوندې وي. چې کله هم قاچاقبر د کوم خطر احساس وکړي نو هغه برخه وازوي او سپاره ټول په ډېره اسانۍ په لاندې اوبو کې لاهو کیږي او څو ورځې وروسته یې مړي پېدا کیږي. نو دا وخت په وخت چې د مختلفو هېوادونو په سمندرونو کې د افغانانو د غرقېدو خبرونه اورو، خدای خبر چې څنګه به ډوبیږي!؟

مننه له هغو ټولو ملګرو چې په فیس بک کې د تاندې څانګې پر پاڼه کمينټ کوي او یا پېغامونه رالیږي.

دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

جوړوونکی: نورګل شفق

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې