بلینکین: امریکا دې د اوکراین په اړه په خپله پالیسی له سره غور وکړي

د امریکا د ولسمشربارک اوباما یو لوړرتبه امنیتي سلاکار وایي چې متحده ایالات باید پرهغې پالیسۍ له سره غور وکړي چې پر اساس یې اوکراین ته چې په ختیځ کې له روسي بیلتونپالو سره په جګړه بوخت دی، پوځي مرسته نه ورکول کیږي.

د اوباما د ملي امنیت مرستیال سلاکارتوني بلینکین په دې اړه د مینسک له موافقې څخه د مسکو جدي سرغړونو ته اشاره وکړه.

دغه موافقه چې د سپټمبر په پنځمه د روسيي، اوکراین او د اوکراین د دونیڅک او لوهانسک د بیلتون غوښتونکو ترمنځ رامنځ ته شوې، د اوربند د ټینګیدو او د سولې لپاره د یو لړ اقداماتو غوښتنه کوي.

بلینکین وویل، له کیف سره پوځې مرسته ښایي مسکودې ته اړکړي چې پرخپلو کړو وړو دوه ځلي فکر وکړي او له نورو اقداماتو لاس واخلي.

ناتو روسیه تورنه کړې ده چې د بیلتونپالو د ملاتړ لپاره یې په وروستیو ورځو کې د اوکراین ختیځ ته ټانکونه او عسکراستولي دي. مسکو دغه تورونه رد کړي دي.