ننګرهار: په هسکه مینه کې ښوونځي، پرون پرانیستل شول

د ننګرهارپه هسکه مینه ولسوالۍ کې ښوونځي، پرون پرانیستل شول.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي پرون [چهارشنبه] ازادۍ راډیو ته وویل چې دا کار د قومي مشرانو او د سیمې د خلکو په مرسته شوی دی:

″بلاخره وتوانیدو چې د هسکې مینې ښوونځي چې د وسله والو طالبانو د تهدید له امله تړل شوي وو، نن د قومي مشرانو په منځګړیتوب بیرته پرانیزو. دا کار له کوم شرط او معاملې پرته شوی دی.″

د ښاغلي عبدالزي په وینا، وسله والو طالبانو لس ورځې مخکې د هسکې مینې خلکوته خبرداری ورکړی و چې کوچنیان دې ښوونځي ته نه استوي.

عبدالزي وویل چې وسله والو طالبانو د دې په بدل کې ځیني غوښتنې کړې وې خو غوښتنې يې نه دي منل شوي.