صدیقي: په لویو ښارونوکې انتحاري حملې ۶۸ فیصده زیاتې شوي دي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې په تیرو پنځه څلویښتو ورځو کې د هېواد په لویو ښارونو په ځانګړي ډول پلازمینې کابل کې چاودنې او انتحاري او وسله والې حملې زیاتې شوي دي.

د دې ادارې مسوولین وايي چې، په جبهه یې جګړو کې د وسله و الو ماته د دې لامل ګرځيدلې چې دوي پرلویو ښارونو خپلې حملې متمرکزي کړي.

په همدې حال کې د ملي امنیت ریاست وایې چې، په تیرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې کې یې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې یو سل او پنځوس عملیات هم کړي دي.

سره له دې چې د ملي امنیت ریاست وايي، په تیره یوه نیمه میاشت کې د ټول هېواد په کچه د وسله والو مخالفینو فعالیتونه کم شوي، خو زیاتوي چې په همدې موده کې پر لویو ښارونو په ځانګړي توګه کابل باندي د مخالفینو په حملو کې اته شپيته فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دې ریاست ویاند حسیب صدیقي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې، په لویو ښارونو کې د وسله والو د حملو زیاتیدل ، د دغې ډلې په عملیاتي او تاکتیکي حملو کې د بدلون له امله دی.

ښاغلی صدیقي وایي، وسله والو مخالفینو په جبهه یې جګړو کې ماتې خوړلې او اوس یې پر لویو ښارونو خپلې حملې متمرکزي کړي دي:

″ځکه چې ترورستان د جګړې په ډګرکې مات شوي او د خپلې رهبرۍ له قوي فشار سره مخامخ دي، نو له نا چاری دوي خپل جګړه یيز تاکتیک بدل کړی او دوی خپل ډير تمرکز پر لویو ښارونو کړی، دښمن د افغانستان پلازمینې ته خپل ځانګړي مخرب تمرکز درلوده، خو د دښمن وروستۍ حملې یوه تبلیغاتي جګړه ده او غواړي چې د ملي او نړېوالو رسنیو توجه راجلب کړي.″

نوموړي همدا رنګه وویل چې، ملي امنیت په تیرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې کې په ټوله افغانستان کې یو سل او پنځوس عملیات ترسره کړي چې پکې لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي، افغان ځواکونه توانیدلي د وسله والو مخالفینو جبهه یې جګړې له دوه ویشتو ولایتونو شپږو ولایتونو ته راکمي کړي.

نوموړی وایې، دا مهال وسله وال مخالفین په دریو ډلو ویشل شوي دي.

د ده په وینا، یو شمېروسله وال فکرکوي چې، د طالبانو مشرملا عمر نور ژوندی نه دی او ملا اختر محمد منصور د هغه پر ځای خپل ملګري په مهمو پوستونو کې ګماري.

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د وسله والو مخالفینو حملې زیاتي شوي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست ویاند وایي چې، په هېواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو په خاطربه ډیر ژر د افغانستان ملي امنیتي ستراتیژي د ملي امنیت د شورا له لورې تدوین شي:

″دا استراتیژي د هېواد او خلکو ملي ګټو ته د ګواښونو د لومړیتوبونو، د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ګټي اخستنې تګ لاره او د افغان امنیتي ځواکونو حدود او صلاحیتونه به وټاکي او د ورځي له اړتیا سره سم د افغان امنیتي ځواکونو اړتیاوو ته به هم رسیده کي وشي، چې دا کار به د افغان امنیتي ځواکونو موثریت، کیفیت او قدرت د امنیتي وضعي د ښه کیدو لپاره زیات کړي.″

د پوځي چارو کارپوهان هم ټينګارکوي چې، په افغانستان کې د امنیت د ښه کیدو لپاره باید یوه پراخه ستراتیژي رامنځ ته شي.

خو دا چې دا ډول ستراتیژي به کله جوړه او عملي شي دا لا تر اوسه معلومه نه ده.