د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، په لویوښارونو کې د وسله والو طالبانو په انتحاري او نورو وسله والو حملو کې اته شپیته فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ریاست ویاند حسیب صدیقي نن یوې خبري غونډې ته وویل، وسله والو طالبانوپه جبهه یې جګړوکې ماتې خوړلې او اوس یي پرلویو ښارونو خپلې حملې متمرکزې کړي دي:
″دښمن د افغانستان پر پلازمینې تل مخربانه تمرکز درلود خو د دوي وروستۍ حملې ځان ته د ملي او نړیوالو رسنیو د پام راګرځولو په خاطر شوي دي.″
د ښاغلي صدیقی دې خبرو سربیره، چې وسله والو طالبانو پر لویو ښارونو خپلې حملې متمرکزې کړي دي له لوګر ولایت څخه د یوې ماین چاودنې خبر ورکول کېږي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند شیرین اغا آزادۍ راډی ته وویل چې، نن له غرمې وروسته په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.