د شنګهای د همکاريو د سازمان هېوادونو امنيتي او استخباراتي چارواکي وايي، د دې هېوادونو هغه وګړي چې په نوروځايوکې له سخت دريځو ډلو سره يوځای په جګړوکې برخه اخلي، بيرته د راتګ وروسته خپلو هېوادونو ته هم تهديد پېښوي.
د دوی په وينا، د دې ډلو غړي ډېری وخت په افغانستان، سوريه او منځني ختيځ هېوادونو کې د حکومت ضد سخت دريځوڅخه زده کړې کوي.
د ايتارتاس خبري اژانس په وينا، دا موضوع په يوه کنفرانس کې، چې د شنګهاي هېوادونو د مخدره موادو پرضد د اجرايوي کميټې له خوا په تاشکند کې جوړشوی وو، مطرح شوه.
دوی وويل، د نړۍ په بېلابيلو برخو کې د لوديځې اسيا او منځني ختيځ په شمول، په عراق او سوريه کې د ناامنۍ له کبله تروريستي فعاليتونو زیات شوي دي او دا ناامني د تروريزم پر ضد مبارزې ته بنسټيز تهديد دی.
په دې کنفرانس کې د شنګهای د همکارۍ غړيو هېوادونو ترمنځ د مخدره موادو پرضد د مبارزې د فعاليتونو پر زياتولو ټينګار وشو.