روسي چارواکي وايي، په دې هېواد کې شااوخوا يو نيم میلیون معتاد کسان د افغانستان له هيروينو څخه استفاده کوي.
د روسيې د مخدره موادو پرضد د مبارزې ريس ويکتور ايوانوف د انټرفکس خبري اژانس ته ويلي، هغه پيسې، چې د روسيې معتاد کسان يې په بدل کې مخدره مواد لاسته راوړي، د دې هېواد د پوهنې او دفاع وزارتونو ترګډې بودجې هم زياتې دي.
ايوانوف د اټکل شوي شمېرې له مخې وايي، په روسيه کې هره ورځ د څلورنيم مليارده روبل په لګښت له مخدره موادوڅخه استفاده کېږي چې دا مصرف له کاله يونيم تريلیون روبل ته رسيږي.
دا ارقام د روسيې د پوهنې د وزارت تر بودجې ۲۵۰ فيصده او د دفاع د وزارت تر بودجې ۵۰ فيصده زيات دي.
د روسيې د مخدره موادو پرضد د مبارزې د احصايې له مخې، د دې هېواد له اته میليونه معتادوکسانوڅخه يو نيم میليون کسان د افغانستان له هيروينو څخه استفاده کوي.
په روسيه کې هرکال ۷۰ زره ځوانان د مخدره موادو د استعمال له کبله مړه کېږي.