ایشیا فونډییشن: اکثره خلک له حکومته د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي

د ایشیا فونډییشن یوه نوې سروې ښيي، چې په افغانستان کې اکثره خلک له حکومته د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

دغه سروې، چې نن خپره شوه، په څلوردیرشو ولایتونوکې د څه باندې نهه زره افغانانو د نظرونو پر بنسټ برابره شوې ده.

خلک په داسې حال کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي، چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د ناامنیو پیښې زیاتې شوي دي.