په افغانستان کې د سولې، اداري فساد او ځېنو نورو موضوعاتو په اړه نظر پوښتنه شوې

په افغانستان کې د اسیا فونډیشن له خوا د شوې نظر پوښتنې له مخې ۷۳ سلنه خلک وايي چې د افغان حکومت او وسلوالو مخالفانو ترمنځ خبرې اترې به سولې او امنیت ته زمینه برابره کړي.

دغه نظر پوښتنه په روان زېږدیزکال کې په څلوردېرش ولایتونوکې له نېږدې لس زره کسانو سره شوې ده.

د نوموړي فونډیشن مسوولینو د سې شنبې په ورخ خبریالانوته وویل چې دغه نظرپوښتنه د سولې، اداري فساد او ځېنو نورو موضوعاتو په اړه شوې ده، چې ډېریو مرکه کوونکو د سولې او امنیت د ټېنګښت غوښتنه کړې ده.