د افغانستان د سوداګری او صنایع وزارت: ډیر ژر به په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د سوداګری او صنایع وزارت وایې ډیر ژر به په پاکستان کې د افغان سوداګرو ټولې هغه ستونزې حل شي چې د کلونو کلونو راهیسې ترې افغان سوداګر شکایت کوي. د دې وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني وروستی سفرد سوداګرۍ په برخه کې ډیر ګټور وباله.