د جوزجان امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو مخالفینو د شبرغان – سرپل په لویه لاره د منګوټي په سیمه کې د تیلو دوه ټانکرونه سوځولي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندان عبدالمنان روفي آزادۍ راډیو ته وویل چې دا پیښه نن ماسپښین شوې ده.
روفي وايي چې د تلفاتو په اړه جزییات نه شته خو اطافیې یې سیمې ته ورلیږلي دي.