روسي حکومت له خپلې خاورې څخه زیات شمېر پولنډي ډیپلوماټان وایستل

روسیې نن وویل چې د پولنډ د حکومت له خوا د روسي ډيپلوماټانو د اخراج په ځواب کې یې، زیات شمېر پولنډي ډيپلوماټان له خپلې خاورې وایستل.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت په خبرپاڼه ویل شوي چې دغو پولنډي ډيپلوماټانو داسې فعالیتونه کول چې د هغوی له ډيپلوماټیک موقف سره مناسب نه وو. دا عبارت ډير کله د جاسوسي فعالیتونو لپاره کارول کیږي.

دا نه ده څرګنده چې د پولنډ حکومت ولې د روسیې ډيپلوماټان له خپلې خاورې ایستلي وو.

خو د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې د پولنډ حکومت غیردوستانه او غیر مناسب کار کړی دی.

له روسیې سره د کرایمیا الحاق او د اوکراین په چارو کې لاس وهنې؛ د پولنډ په شمول د زیاتو اروپايي هیوادونو او مسکو اړیکې خرابې کړي دي.