عربستان، عربي امارات او بحرین قطر ته خپل سفیران بېرته لېږي

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین پرون موافقه وکړه چې قطر ته خپل سفیران بیرته ستانه کړي.

دوی روان کال په پسرلي کې وویل چې قطر د الاخوان المسلمین په څير د سخت دریځو اسلامپالو ډلو ملاتړ کوي چې د دوی کورنی امنیت له خطر سره مخامخ کولای شي.

سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو تر دې اعلان وروسته خپل سفیران یې له دوحې وایستل؛ خو دا تازه پریکړه به يې پر قطر لګیدلی ډیپلوماټیک بندیز پای ته ورسوي.

سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو پرون په ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا په بیړنۍ غونډه کې دا پریکړه کړې ده.